New benner%db%b1%db%b1%db%b1%db%b1%db%b1%db%b1%db%b1

عدنان سميع ته د سندرو چل نه ورځي !

17.12.2008 09:54

د هيند د ممبۍ په ښار كي د سويو ترهګرو بريدونو له امله د هيند او پاكستان تر منځ پر سته اړيكو په لويه كچه اثر پرېوتى دى .هيند وايي چې د دې ترهګرو بريدونو تر شا پاكستان ولاړ دى او پاكستان بيا وايي چې هيند هسي په اوتوبوتو سر دى ځكه چي هيڅ ډول ثبوت نه لري .

 

دا هر څه پر خپل ځاي خو له  دغو پېښو راپه دې خوا په دواړو هيوادونو كې دژوند د هري څانګي سره تړلي خلك يو د بل پر ضد له هيڅ رنګه ناخوالوويلو  ډډه نه كوي .

 

ويل كيږي چي له موسيقۍ سره تړلي خلك د هيڅ يوه چاهم نه دي او د هر چا دي .هغه ځكه چي موسيقي هيڅ پوله نه لري او تر هيڅ يوه چا او سيمي محدوده نه ده .

 

د ممبۍ په ښار كې تر سره سويو  د ترهګرۍ بريدونو په سيمه كي د ژوند د نورو څانكو تر څنګ له موسيقۍ سره تړلي خلك څوك چي بې سرحده ګڼل كېده  هم تر خپل اثر لاندي راوستل .

 

د هيند نامتو سندرغاړي جګجيت سنګ چي په نړۍ كي په اردو او هيندي ژبه پوهېدونكي په ميليونونو مينه وال لري په هيند كي د مېشت پاكستاني سندرغاړي عدنان سميع په هقله څوك چي د نوموړي ډېر لوي مينه وال  او خواخوږى و د ممبۍ له پېښو وروسته  خپله رايه داسي وړاندي كوي  .

      

  جګجيت سنګ     ’’’’  عدنان سميع سندري نه سي ويلائ .هغه ته په كار ده چې بيرته پاكستان ته ستون سي .عدنان سميع هسي د تېروتني له مخي د سندرو ويلو ډګر ته دانګلي دي .دى دلته هيند ته د اداكار جوړېدو په مخه راغلى و .دې ډول خلكو ته خو له سره د سندرو ويلو چل نه ورځي دوي بائد خپل هيواد ته ستانه سي . دا ډول خلك هيند ته ځكه راځي چي پېسې لاس ته راوړي  ’’’’ .

 

د جګجيت سنګ د دې څرګندونو په ځواب كي عدنان سميع  هك پك پاته سوى دى او ويلي يې دي .

 

  عدنان سميع     ’’’  زه باور نه سم كولائ چي جګجيت سنګ دي زما په اړوند داسي ويلائ سي . نوموړي خو تل ماته بې كچه مينه راكړېده او زه د هغه  ډېر لوي مينه وال او خواخوږى يم ’’’.