New benner%db%b1%db%b1%db%b1%db%b1%db%b1%db%b1%db%b1

د امن د مشاعرې رپوټ او عكسونه !

30.12.2008 09:57


لراو بر پښتونخوا وطن چي له كومو حالاتو سره لاس او ګرېوان دى او كوم څه چي له دې وروسته راروان ښكاري په دې وخت كې دې جنتي خاوري ته نور تر هر څه چي د كوم څه اړتيا ده هغه امن او كراري ده .

په دې كې هيڅ شك نسته چي بې له امن او كرارۍ د نړۍ پر مخ هيڅ يوه ټولنه پرمختګ نه سي كولائ او نه د يو داسي سيمي چي په كې حالات له بدامنۍ او بې كرارۍ سره مخامخ  وي مېشت خلك د ژوند له خوږو څخه هيڅ خوند نه سي اخيستلائ  .

پښتنه ټولنه نن له هم داسي حالاتو سره مخامخ ده چيري چي د هرهغه چا چي پر وطن ،قام ،كلتوراو ژبه مين وي په زړه كې بس هم دغه يوه ارزو لري چي خپل قام او خاوره د سولي او سوكالۍ په ټكري كې نغښتې وويني .


د نړۍ د خلكو په وړاندي د دې خبري څرګندولو چي ګواكي پښانه د يو امن او ورورولۍ خوښونكي قام غړي دي او د ځان تر څنګ د نړۍ په هر ګوټ كې و هر چاته ازاد او له خوښيو ډك سوليز ژوند غواړي په اړه هره خوا هڅي رواني دي .

د ژوند له بېلابېلو څانګو سره اړه لرونكي خلك د خپل وس او استعداد سره سم خپل زيار په كار اچوي .د دې كار په كولو كې د ادب د ډګر بې وسه كاركونكي هم په غزېدلو پښو نه دي ناست . هغوي هم په ټوله پښتونخوا كي د امن تر سرليك لاندي د مشاعرو او سيمينارونو لړۍ ته دوام وركړۍ دى .  هغوي له خپلي لاري څخه د ګران وطن اوسېدونكي او ګاونډيان امن ته رابولي او غوښتنه كوي چي موږ بايدپه يوه داسي ټولنه كي ژوند اوكړو چيري چي امن وي كراري وي او يو د بل ننګ ناموس او خپلواكۍ ته درنښت وي .


د دې لړۍ يوه بله درنه او په زړه پوري مشاعره دپښتوادبي غورځنګ  له اړخه د تېري يكشمبې  په ورځ د جنوبي پښتونخوا د كوټي د ښار د كلتوري ادارې په تالار كي تر سره سوه . په دې مشاعره كي له لراوبر افغانستان څخه د څلورو سوو  په شاوخوا كي برخه والو ګډون درلود چي په كي د نيمي څخه زيات شاعران و .

نوموړې غونډه د ماسپښين پر درې بجې  له هندوباغ   ( مسلم باغ  ) سره اړه لرونكي شاعر مولوي محمد علي عمري له خوا د قران كريم په سپېڅليو اياتونو پيل سوه .

د وياند په حېث د مشاعرې پيل د پښين تكړه شاعر نعيم ازاد وكړ او د غونډي د مشرتابه دپاره يې د پښتوادبي ملګري بوري مشر او نومياتى ليكوال او شاعر سيدخيرمحمدعارف ته بلنه وركړه . له هغه وروسته يې د مشاعرې د درانه مېلمه په حېث له اسلام اباد څخه راغلي تكړه شاعر علي اكبر سيال سټېج ته راوغوښت . دكوربه پر څوكۍ د كښېنستلودپاره يې ليكوال او شاعر سيال كاكړ ته بلنه وركړل سوه چي هغه بيا سټېج ته رانه غلى .

سعيدګوهر ، مقدس خان معصوم ،افضل شوق ، عمرګل عسكر ،سرورشمال ،ساګرتنقيدي ، ميروائس افغان او سعيدزابلى بيا يو په بل پسې راوغوښتل سو تر څو د مېلمنو څوكۍ سمبال كړي .

نعيم ازاد چې تر دې ځايه يې د غوندي د نتاكۍ دنده پرمخبووله له كابل څخه راغلي ځوان شاعر او تكړه نتاك هارون حكيمي ته بلنه وركړه چي هغه له خپل شعر ويلو وروسته د مشاعرې د وياند په حېث خپله دنده ترسره كړي .

هارون حكيمي لكه څنګه چي نور كله وي هم داسي يې د دې مشاعرې سټېج ډېر په ښه انداز ، خوږه ژبه او د خوندورو شعرونو په ويلو سره تر سره كاوه .

دامن د مشاعرې تر سرليك لاندي دغه پرتمينه او په زړه پوري مشاعره چي د ماسپښين پر درې بجې پيل سوې وه د ماسخوتن تر لسو بجو يې دوام درلود . په دې مشاعره كې د جنوبي پښتونخوا د زياتره سيمو لكه كوټه ، پښين ، چمن ، هندوباغ ( مسلم باغ )، غوڅكۍ ( زيارت ) ، سنځاوۍ ، كلا سېف الله ، ږوب ، بوري ( لورلايي ) تر څنګ د شمالي پښتونخوا ، اسلام اباد ، كراچۍ  ، كابل ، كندهار ، زابل او نورو سيمو يو لوي شمېر شاعرانو برخه اخيستې وه .


ټولو شاعرانو په لره او بره پښتونخوا كي د روانو حالاتو په اړوندليكلي خپل شعرونه د غونډي برخه والو ته واورول . په مجموعي توګه د ټولو شاعرانو په شعرونو كي له جنګ څخه كركه او له امن او كرارۍ سره مينه ځلېده .هغوي له بدامنۍ څخه سر ټكاوه او په خپله خاوره كي يې د امن او سوكالۍ غوښتنه كوله .

د مشاعرې په جريان كي د نعيم ازاد له اړخه د پښتوادبي غورځنګ او ټولو برخه والو په استازيتوب يو پرېكړه ليك هم وړاندي كړل سو چي متن يې په لاندي ډول و .

’’ پښتو ادبي غورځنګ او  د دې نننۍ مشاعرې ټول غړي له ملګرو ملتونو او دانساني حقوق له كمېشن څخه په كلكه غوښتنه كوي  چې پكارده په نړۍ كې او په ځانګړي ډول په لره اوبره پښتونخوا وطن كې دي انسان وژنې ته زر تر زره د پاي ټكى كښېښودل سي . او دټول انسانيت دسوكالۍ او خوشالۍ دپاره دې په عملي توګه جدي ګامونه واخليستل سي .او په دې اړه دې زر تر زره د پوهانو او عالمانو په نړيواله كچه يو سيمينار (څېړنغونډه ) را وغواړي چې وانسانيت ته دور پېښې ستونځې حل ولټول سي ’’ .


د مشاعرې په دران كي څو شاعرانو خپل شعرونه په ترنم وړاندي كړل كوم چي د برخه والو له خوا په درنو چكچكو بدرګه سو .

د مشاعرې په پاي كي  د پښتوادبي ملګري بوري مشر او نومياتى ليكوال او شاعر سيدخيرمحمدعارف چي د دې مشاعرې مشر و خپله ويناوكړه او بيا يې خپل شعر د غونډي برخه والو ته ډالۍ كړ . ښاغلي سيدخيرمحمدعارف هم دخپلي وينا په ترڅ كې په لره او بره پښتونخوا كي پر روانو حالاتو ،ستونزو او د هغوي د زر تر زره مخنيوي پر اړتيا رڼا واچوله او ويې ويل چي كه په پښتونخوا وطن كي امن نه وي نو د سيمي او نړۍ امن ناشونى دى .


د ماسپښين پردرې بجې پيل سوې د امن دا مشاعره ماسخوتن لس بجې پاي ته ورسېده . له مشاعرې وروسته ټولو ګډون كونكو ته د پښتو ادبي غورځنګ له اړخه د ډوډۍ بندوبست سوى و په كوم كي چي ټولو شاعرانو او د ادب مينه والو برخه واخيسته .

 .............................................................................................................................................................................

                                       د دې مشاعرې يو څو ځانګړي عكسونه

مولوي محمد علي عمري د قران كريم په سپېځليو اياتونو د مشاعري پيل كوي

تكړه شاعر او ليكوال نعيم ازاد د مشاعرې په پيل كي د وياند په حېث

ځوان شاعر او تكړه نتاك هارون حكيمي چې  د وياند په حېث يې مشاعره توده ساتلې وه

 

له ښي څخه كڼ ( سعيد زابلى،ميروائس افغان ،سعيدګوهر،علي اكبرسيال، سيدخيرمحمدعارف ،مقدس خان معصوم ،افضل شوق ،عمرګل عسكر ،سرور شمال او ساګرتنقيدي

درانه مېلمانه په لره او بره پښتونخواكي د امن د راتلو په هيله د امن سامبول سپيني كوتري الوزوي

                       د مشاعرې د برخه والو يوه څنډه

 

 

د مشاعرې د برخه والو يوه بله څنډه

 

د مشاعرې  مېلمه علي اكبر سيال د وينا او شعر ويلو پر مهال

د مشاعرې مشر سيد حيرمحمدعارف برخه والو ته د وينا كولو پر وخت