New benner%db%b1%db%b1%db%b1%db%b1%db%b1%db%b1%db%b1

تنـــــــــــــــــده !

10.02.2009 09:39

د پارک په يوه سمټي څوکۍ ناست وم ، د ناول په لوستلو دومره غرق وم چې يوازې د پاڼې اړولو په وخت به مې سر راپورته کاوه.
داځل چې مې څنګه سترګې راپورته کړې ، بېرته ټيټولو ته مې زړه نه کېده .

څلور نجونو چې د کاليو رنګ سره سم وړې بکسې يې په اوږو کې ځنګېدلې، ميده _ميده قدم واهه .
ورو- ورو رانږدې کېدې ، زما زړه هم لکه ددوى د بکسو په څېرپه کالبوت کې نارامه و .

يو ناڅاپه يوه پخه نيولې شوه ، په مطلبي نظر يې را وکتل او بيا له نورو ملګرو سره ، مخکې لاړه .
يوه وړه دوره يې وخوړه او بيا مخامخ پر يوه څوکۍ کېناستې .
ناول لوستل رانه پاتې شول ، پاڼه مې قات کړه او سترګو لاندې مې هغوى ته کتلې .
هغې هم سترګې راباندې نښلولې وې ، کله به يې سترګې مخ په ما پرانستې پاتې شوې ، کله به يې سر ټيټ کړ او کله به له ځايه لږ پورته شوه خو ډېر ژربه کېناسته .

ډول- ډول پوښتنې مې زړه ته تلې راتلې ، بدن مې ورو- ورو ګرمېده خو هيڅ مې نشواى کولى .
زه لا هماغه شان نارامه وم ، چې هغه راپورته شوه څو ځلې همزولو له لمنې ټينګه کړه خو ايساره نشوه ، مخ په ما ګډه وډه را روانه وه .
مخ ته مې ودرېده ، خو ما دپورته کتلو وس نه درلود ، په سر يې راته لاس کېښود او بيا له دې سره سم پورته شوم .
کله به مې دهغې په سترګو کې د خپل مخ ننداره کوله اوکله به مې سترګې ټيټي کړې .
د هغې په مخ کې سور رنګ ځلېده ، شونډې رپېدې او ژر- ژر يې ساه اخستله .
يو نا څاپه يې دواړه لاسونه رانه را تاو کړل ، پر اوږه يې راته سر کېښود د زړه ټکانونه مو سر يوشول ، شيبه پس لرې شوه پر اوږو يې راته لاسونه کېښودل ، سترګې يې وازې پاتې وې ، د بڼو څوکو ته يې پنډ-پنډ څاڅکې راټول شول يو ناڅاپه يې رانه بيا لاسونه راتاو کړل ، چيغه يې کړه :

همدغه شان ورور يې راته ځوانيمرګ کړ او بيا يې پر اوږه راته سر کېښود ، هغې هماغه شان سلګۍ وهلې او زه لکه تش کالبوت ولاړوم .
محمد نعمان دوست ، کابل

( تبصرې ازادې دي ، خو دکلام عفت شرط دى )

 

 

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.