New benner%db%b1%db%b1%db%b1%db%b1%db%b1%db%b1%db%b1

ته يو څو كاكړۍ وكه !

20.02.2009 10:09

يادونه !

كاكړۍ غاړي د پښتو اولسي ادب يوه داسي په زړه پوري څانګه ده چي د ژوند د هري برخې انځورګري په كې سوې ده .دا لاندينۍ يو څو كاكړۍ غاړي مي ستاسو دپاره د سيدخيرمحمدعارف له څېړنيز اثر ( د غاړو ادبي څېړنه ) څخه را اخيستې دي په دې هيله چې خوښي به مو سي .

بوريوال كاكړ


كاكړۍ غاړي
 
اندېښنې به نه كوې
پرتوكل به د خدائ ځې
 
اندېښنو كم درپه در
ګورم داستاد كلا ور
 
اوس به وي پر كمه مځكه
حال دې راوړي ملايكه
 
اوس سحار دى ځو به كور ته
يوار ململ كه له خولې پورته
 
بخت مه وخوړه ټكره
پاته سوې سپينه مېختره
 
بې قدرۍ د راكى زور
له ما اوډر ښه دى ستاكور
 
پروا نسته و دې كي
څه به ورجوړ سي په ماڼي
 
پسته خوله د بادام ګل
په زۍ د خوږ كم د چارګل
 
پښتنو نازك اېمان دى
دا درواغ دي چي ورور ګران دى
 
پښتنو نازك مو څه كى
اوس مه سترګوتپاك وه كى
 
په ارمان ارمان به زاړي
زماګرانى به له چاغواړي
 
په پردي ولات كي اوسم
ستاچارګل راكه چي يوسم
 
په خوبو د وينم ډېره
تا د خدائ كي له ما هېره
 
په غضب مه ځان اخته كى
مانازك چيري شناخته كى
 
په ګلۍ كي ږغ د ګران سو
پرمااور د كلاميان سو
 
په ګنډم د زړه زخمونه
ستادسر راكه تارونه
 
په مرګي اوډره مه سې
كه زوند وى بيا به ښكاره سې
 
په ورځ كار په شپه چورتونه
پاي مه مرګ دى له بېلتونه
 
ترماښه داسمان ستوري
مسافربه ورته ګوري
 
توره شپه ده توره خونه
غرقه سوم ستاله بېلتونه
 
ته چي تلې لاس د كى پورته
ما زړل و نړاند كورته
 
ته دا نور مجلس اېله كه
ګايووم د له نازكه
 
ته چي ځې مخته ګلونه
زه به نه مرم له بېلتونه
 
ته يو څو كاكړۍ وكه
له زړو زنګ اخلي نازكه
 
تهمتي سوم د دنيا
پرمحبت لېونوستا
 
تهمتي كلى دي بر سي
سړى چاله په ناز ورسي
 
جګه غاړه سپينه خوله
برباد د كم په بېلتانه
 
چورت مه بند زړه مه زخمي
انګرېزي كم د سودائ
 
خوله مي غوښته رادي نه كه
منې شپيانه دي راوكه
 
خوب مه ليد نازكه ته وې
چي راكښېنستم بيانه وې
 
دنجلۍ پر پوزه لوړه
مزې تاوكې چارګله
 
د دنياكارونه مه واي
سرمه ستاپرزنګانه واي
 
دسفر بې قدري ډېره
راسه خپلي علاقې له
 
زړه مه ډك دى له ارمانه
حال به پټ دركوم ګرانه
 
زړه مه ستا له څنګه ښوري
تس كالبوت دى په كا پوري
 
كه د زما ګرانى پر زړه دى
بورى لري ولات نه دى
 
توري سترګي تورپېكى
له مابه پاته كې بورى
 
زماپه زړه كي ځاي لري
خوښ مه ځوانان دي د بوري
 
ګران له ږوبه ځا ورځي
غوټۍ د ګل سي د بوري
 
كه راځي نازك د راسي
په شپو ځنډ څله كښېباسي
 
زه تصوير كاږم د ګران
لا پر كاغذ لا پر ګرېوان
 
ستن نرۍ لاس مه كپږي
ستا تصوير نه په جوړږي
 
كور ته نه درځخه ځم
تر خړو سترګو د جارسم
 
له جانانه بېله سومه
لكه ګل ورزېدمه
 
ګران د راسي زما په كار دى
خلك هلم واي د دې يار دى
 
په پردي وطن كي ورك
ستړى ستومان به وي نازك
 
زاړه مه زړا كېهي ده
د څو مياستو جدايي ده
 
بيا به راسي هغه شپه
چي بالښت يوخاوندان دوه
 
زما په خوله كي وچه سې
خندا بې ګرانه سي راځي
 
زياته نه كوم ياري
ځوانان خبر سول د بوري
 
مسافر دى خود به ځي
رخصت بې كم په خوشحالي
 
مجبوري د ناسته يم
زړګۍ مه غوټ پرې كى ستا غم


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.